هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چېرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو کارونو ترمنځ د ټاکلو واک نه دی ورکړل شوی مګر دا چې د دواړو ترمنځه یې اسان غوره کړی دی، پدې شرط چې ګناه به نه وه، که چېرته به ګناه وه نو تر ټرلو لرې انسان به ترې دی و، او هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په هېڅ شي کې د ځان لپاره غچ نه دی اخیستلی مګر دا چې د الله حرمت به د پښو لاندې شو، نو د الله لپاره به یې غچ اخېسته.
مَا خُيِّرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ أَمْرَيْنِ إِلَّا أَخَذَ أَيْسَرَهُمَا، مَا لَمْ يَكُنْ إِثْمًا، فَإِنْ كَانَ إِثْمًا كَانَ أَبْعَدَ النَّاسِ مِنْهُ، وَمَا انْتَقَمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِنَفْسِهِ إِلَّا أَنْ تُنْتَهَكَ حُرْمَةُ اللَّهِ، فَيَنْتَقِمَ لِلَّهِ بِهَا.
ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو اخلاقو په اړه خبر ورکړی، او هغه څه چې هغې یې یادونه وکړه دا دي چې: هغه صلی الله علیه وسلم ته هېڅ کله د دوو چارو تر منځ د ټاکنې واک ندی ورکړل شوی، مګر دا چې هغه یې تر منځه (د امت لپاره) آسانه غوره کړې ده، خو چې اسانتیا یې د سرغړونې لامل نه کېده (که داسې به و) نو له هر چا به ترې هغه زیاته ډډه کوله، او هغه مهال به یې سخت غوره کاوه. نبي صلی الله علیه وسلم هېڅکله د خپل ځان لپاره د شخصي غچ اخیستونکی نه و، بلکې بخښنه به یې کوله او (له خپل شخصي حق نه به) تېرېده مګر دا چې د الله حدود به تر پښو لاندې کېدل، نو بیا به یې یوازې د الله لپاره غچ اخیست، او د هر چا په پرتله به د الله لپاره ډېر غوصه کېده.
د آسانې لارې غوره کول مستحب دي، تر هغه چې ګناه نه وي.
د اسلام اسانتیا.
د الله جل جلاله لپاره د غصه کېدو مشروعیت.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم زغم، صبر او د الله تعالی د حدودو په قائمولو کې په حق ټېنګ پاتې کېدل.
ابن حجر رحمه الله وويل: په (حدیث کې) دېته اشاره ده چې د سختۍ پر ځای باید اساني انتخاب شي او قناعت پرې وشي، او په هغه څه ټینګار نه کول چې اړتیا ورته نه وي.
د الله تعالی له حقونو پرته په نورو کې عفوې او بخښنې ته هڅول.
نور (7)
صحيح البخاري (4/ 189) (3560).
صحيح مسلم (4/ 1813) (2327).
فتح الباري لابن حجر (575/6).
شرح صحيح مسلم (83/15).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (601/9).
شرح رياض الصالحين لابن عثيمين (587/3).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- الحقيقة المُبْهِرَة في العلاقة بين الإسلام والإنسان(وما خُيِّر رسول الله صلى الله عليه وسلم بين أمرين إلا أخذ أيسرهما، ما لم يكن إثماً، فإن كان إثماً كان أبعد الناس منه)[173].
- مشروع المنهج التعليميمادة الحديث مستوى 1«مَا خُيِّرَ رَسُولُ اللهِ ﷺ بَيْنَ أَمْرَيْنِ إِلَّا أَخَذَ أَيْسَرَهُمَا، مَا لَمْ يَكُنْ إِثْمًا، فَإِنْ كَانَ إِثْمًا كَانَ أَبْعَدَ النَّاسِ مِنْهُ، وَمَا انْتَقَمَ رَسُولُ اللهِ ﷺ لِنَفْسِهِ إِلَّا أَنْ تُنْتَهَكَ حُرْمَةُ اللهِ، فَيَ