١٤ : ٤٤
وَأَنذِرِ ٱلنَّاسَ يَوۡمَ يَأۡتِيهِمُ ٱلۡعَذَابُ فَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ رَبَّنَآ أَخِّرۡنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٖ قَرِيبٖ نُّجِبۡ دَعۡوَتَكَ وَنَتَّبِعِ ٱلرُّسُلَۗ أَوَلَمۡ تَكُونُوٓاْ أَقۡسَمۡتُم مِّن قَبۡلُ مَا لَكُم مِّن زَوَالٖ
او له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو.