١٢ : ١١٠
حَتَّىٰٓ إِذَا ٱسۡتَيۡـَٔسَ ٱلرُّسُلُ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُمۡ قَدۡ كُذِبُواْ جَآءَهُمۡ نَصۡرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَآءُۖ وَلَا يُرَدُّ بَأۡسُنَا عَنِ ٱلۡقَوۡمِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ
تر دې چې پېغمبران ناهيلي شول (د خلکو له ایمان راوړلو) او (خلکو) ګومان وكړ چې دروغجن کړل شول، ناڅاپه زموږ مرسته ورته راغله نو چاته مو چې خوښه وه هغه وژغورل شول او له مجرمانو خو زموږ عذاب (هېڅكله) نه ګرځول كيږي.