١٢ : ١٠١
۞ رَبِّ قَدۡ ءَاتَيۡتَنِي مِنَ ٱلۡمُلۡكِ وَعَلَّمۡتَنِي مِن تَأۡوِيلِ ٱلۡأَحَادِيثِۚ فَاطِرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ أَنتَ وَلِيِّۦ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ تَوَفَّنِي مُسۡلِمٗا وَأَلۡحِقۡنِي بِٱلصَّٰلِحِينَ
زما ربه! خامخا ماته دې واكمني راكړې او (اصلي معنا ته) د خبرو ورګرځولو پوهه راكړې ده، د آسمانونو او ځمكې پېدا کوونکیه! همدا ته مې په دنيا او اّخرت كې کار جوړوونكى يې، د مسلمانۍ حالت كې مې درواخلې او صالحانو سره مې يو ځاى كړې.