Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 32

فلټرونه لرې کړئ
"یو له سترو جهادونو څخه د ظالم واکمن پر وړاندې عادلانه وینا ده".
حسن لغيره دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«د انسان د اسلام ښکلا پدې کې ده چې هغه څه پرېږدي چې د ده پورې اړه نه لري».
النووي وايي: حسن حديث دی الترمذي او نورو روایت کړی.
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».
حسن ابوداود، الترمذي، احمد او الدارمي روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"هر هغه څه چې زیاته اندازه یې نشه راولي، نو لږه اندازه یې هم حرام دی".
حسن ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان».
حسن ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
"یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".
حسن ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې».
حسن ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی