Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 73

فلټرونه لرې کړئ
«هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».
حسن او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
النووي وايي: حسن حديث دی ابن ماجه او نورو په حسنه اسانيدو روايت کړی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.
صحيح دی ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
زه د انصارو د ښځو له یوه ټولي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلم ترڅو ورسره بیعت وکړو، موږ وویل: اې د الله رسوله، موږ له تاسو سره په دې بیعت کوو چې له الله سره به هېڅ شی نه شریکوو، غلا به نه کوو، زنا به نه کوو، هغه بهتان به نه تړو چې موږ یې مخکې او وړاندې جوړوو او په حق کې به ستا نافرماني نه کوو، هغه وفرمایل: "څومره چې توان او طاقت لرئ"، هغې وویل: موږ وویل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، "راځئ چې له تاسو سره بیعت وکړو، اې د الله رسوله! « نو رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"زه ښځو ته لاس نه ورکوم، زما خبره د سلو ښځو سره د یوې ښځې سره د خبرې په څېر ده، یا زما د وینا په څېر د یوې ښځې سره".
صحيح دی الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کوو، پداسې حال کې چې لږې اوبه راسره وي، نو که چېرته پرې اودس وکړو تنده مو وهي، نو آیا د بحر په اوبو اودس وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«مَنْ حَافَظَ عَلَى أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ قَبْلَ الظُّهْرِ وَأَرْبَعٍ بَعْدَهَا حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ». "څوک چې له ماسپښین نه مخکې څلور رکعته او له ماسپښین نه وروسته څلور رکعته لمانځه ته پاملرنه وکړي، الله تعالی به یې په اور حرام کړي".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".
د شواهدو په اعتبار حسن دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی