Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 73

فلټرونه لرې کړئ
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».
صحيح دی ابن ماجه روايت کړی دی
" خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ». «کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي ، او مخې ته به یې نهه نوي صحيفې خپرې کړي، هره صحيفه به د سترګو تر لیدو پورې (پراخوالی) ولري، بیا به ورته ووایي: آیا ته پدې کې له کوم شي څخه انکار کوې؟ آیا تاسو سره زما ساتونکو لیکوالانو ظلم کړی؟ نو هغه به ووایي: نه اې ربه، نو وبه وایې: آیا ته عذر لرې؟ هغه به ووايي: نه اې ربه، نو هغه به وفرمايي: هو، تاسو زمونږ سره یوه نیکي لرئ، نو یو کارت به راوویستل شي چې په هغه کې به: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ) یعنې زه ګواهي ورکوم چې حق معبود نشته دی مګر یو الله دی، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی، نو وبه وایي: وزن دې حاضر کړه، نو وبه وایي: دا کارت به د صحيفو پر وړاندې څه شی وي؟ نو هغه به وفرمايي: یقنیا تا سره به ظلم نه کیږي، وایي: دا صحيفې به د تلې په - یوه - پله کې کېښودل شي او کارت به په بله پله کې، نو صحيفې به پورته - سپکې - شي او کارت به دروند شي، ( ځکه ) د الله تعالی د نوم په وړاندې هیڅ شی نه شي درندېدلای».
صحيح دی الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
«چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي».
حسن الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی