Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 64

فلټرونه لرې کړئ
؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».
صحيح دی متفق علیه دی
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څه خلک راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو سړي وویل: اې د الله نبي، کافر به څنګه په مخ راپورته کیږي؟ هغه وفرمایل: « آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟» قتادة وایي، ولې نه! زما دې زمونږ د رب په عزت قسم وي.
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«تشدد کوونکي هلاک شول» درې ځلې یې وویل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي ، او کافر ته په هغې نيکۍ سره خواړه ورکوي چې په دې دنيا کې يې د الله لپاره کړي وي، تر دې چې کله آخرت ته لاړ شي، نو داسې کوم نیک عمل به نه لري چې بدله یې ورکړل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی