Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 34

فلټرونه لرې کړئ
«هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري».
حسن لغيره دی احمد روايت کړی دی
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».
حسن ابوداود، الترمذي، احمد او الدارمي روايت کړی دی
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابه کرامو چې مونږ ته به یې قرآن رازده کاوه ویل يې چې دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي : ،چې علم او عمل دواړه مو زده کړل.
حسن احمد روايت کړی دی
ما وویل: اې د الله رسوله! زه له چا سره ښه چلند وکړم؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، بیا له خپلې مور سره، وروسته له خپل پلار سره، بیا له هغو سره چې نږدې وي، په ترتیب سره نږدې کسان».
حسن ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده.
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی