Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 92

فلټرونه لرې کړئ
"ایا تاسو ته بریا او رزق درکول کېږي مګر ستاسو د کمزورو له امله".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
صحيح دی متفق علیه دی
«له کوچنیو ګناهونو ځان وساتئ، ځکه د کوچنیو ګناهونو مثال د هغو خلکو په شان دی چې یوې درې ته ښکته شي، نو یو تن یو لرګی راوړي، بل تن بل لرګی راوړي، تر دې چې ټول سره جمع شي او خپله ډوډۍ پخه کړي، همداسې دا کوچني ګناهونه هم دي، که څوک پرې ونیول شي، نو هلاک به یې کړي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
"د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».
صحيح دی متفق علیه دی
«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی