Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 63

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ} [آل عمران: 7]. یعنې : (دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) آیتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو (آیتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټولو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه آیتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او پند نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان). عائشه رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ».
صحيح دی متفق علیه دی
"ایا تاسو ته بریا او رزق درکول کېږي مګر ستاسو د کمزورو له امله".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«په دوزخیانو کې تر ټولو کم عذاب لرونکی به هغه څوک وي د چا چې به د اور تسمې لرونکې څپلۍ پښو وي، (د ډېرې تودوخې له امله به یې) ماغزه داسې خوټیږي لکه څنګه چې اوسپنیز دیګی خوټیږي، دی به له ځان څخه هېڅوک د سخت عذاب لیدونکی نه ګوري، حال دا چې دی به تر ټولو د لږ عذاب خاوند وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
صحيح دی متفق علیه دی
"د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
صحيح دی متفق علیه دی
«ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟ نو وبه وایي: زه به تاسو ته له دې نه هم زیات غوره څه درکړم؟ هغوی به ووایي: اې ربه! لدې به نور کوم څه زیات غوره وي؟ هغه به وفرمایي: زه به تل له تاسو څخه د تل لپاره راضي یم او هېڅکله به درڅخه ناراضه نه شم».
صحيح دی متفق علیه دی