Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 51

فلټرونه لرې کړئ
«نرم او سخت وریښمین کالي مه اغوندئ، او د سپینو او سرو زرو په پیالو کې څښاک مه کوئ، او مه یې په لوښو کې خوراک کوئ، ځکه دا د هغوی (کافرو) لپاره په دنیا او زموږ لپاره په آخرت کې دي».
صحيح دی متفق علیه دی
موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډه چي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډه چي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی