Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 51

فلټرونه لرې کړئ
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو: موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.
صحيح دی متفق علیه دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول.
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
"د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".
صحيح دی متفق علیه دی
«سړی به د سړي شرمګاه ته نه ګوري، او ښځه به د ښځې شرمګاه ته نه ګوري او نه دې یو سړی له بل سړي سره په یوه جامه کې ځان پټوي او نه دې یوه ښځه له بلې ښځې سره په یوه جامه کې ځان پټوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم موږ ته بهر راووت نو ویې فرمایل: اى د الله جل جلاله رسوله، یقینا دا مو زده کړی چې څرنګه پر تا سلام ووایو، خو درود درباندې څنګه ووایو؟ ویې فرمایل: « نو وایئ: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ».«یا الله! پر محمد - صلی الله علیه وسلم - او د هغه پرکورنۍ رحمت ووروه، لکه پر ابراهیم -علیه السلام- او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولی و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې. یا الله! پر محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ برکتونه ووروه، لکه پر ابراهیم - علیه السلام - او د هغه پرکورنۍ دې چې ورولي و، بېشکه ته ستایل شوی او لوی یې».
صحيح دی متفق علیه دی