Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 91

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (49)
«یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».
صحيح دی احمد روايت کړی دی
یو سړي له رسول الله ﷺ څخه وپوښتل او ویې ویل: راته ووایه، که فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم او حرام حرام، او له دې نه زیات نور هېڅ ونه کړم، آیا جنت ته به داخل شم؟ هغه وفرمايل: «هو».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بانډه چي راغی او په جومات کې یې میتيازې وکړې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: "مه مه" یعنې (دا کار مه کوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پرېږدئ(یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ)»، نو هغو پرېښوده تر څو یې میتيازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وفرمایل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.
صحيح دی متفق علیه دی
«که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟
صحيح دی متفق علیه دی
"په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو ړوند سړی راغی او ورته یې وویل: اې د الله رسوله، زه څوک نلرم چې لاس نیولی مې جومات ته راولي، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې غوښتنه وکړه چې په کور کې د لمانځه کولو اجازه ورکړي، نو اجازه یې ورکړه، کله چې روان شو غږ یې پسې وکړ، ورته یې وویل: " آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.
صحيح دی متفق علیه دی