Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 87

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (46)
چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي.
صحيح دی ابن خزيمه، الدار قطني او البيهقي روايت کړی دی.
رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بېرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ ئې سلام واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالېږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودرېدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې) ټول لمونځ کې ترسره کړه».
صحيح دی متفق علیه دی
"کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".
صحيح دی متفق علیه دی
کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وخت رانږدې شو نو عمومي وصیت یې دا وه: « لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي (یعنې غلامان او وینځي)، لمونځ! او هغه څه چې ستاسو په واک کې دي» تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبرې په سینه کې کولې (یعنې وروستۍ ساه یې له همدې خبرو سره وتله)، او په ژبه یې سمې نه شوې کولای.
صحيح دی رواه النسائي في السنن الكبرى وابن ماجه
"څوک چې د هر لمانځه په پای کې درې دېرش ځلې سبحان الله، درې دېرش ځلې الحمد لله او درې دیرش ځلې الله اکبر ووایي نو دا نهه نوي شول، او د سلو د پوره کولو لپاره یې: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ" ووایي نو د هغه ګناهونه به وبخښل شي، که څه هم د سمندر د زګ په څېر وي.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې لس رکعتونه یاد کړي دي: دوه رکعتونه د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې، او دوه ترې وروسته، او دوه رکعته له ماښام نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د ماخوستن نه وروسته په کور کې، او دوه رکعتونه د سهار له لمانځه څخه مخکې. او دا هغه وخت و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته به نه ننوت، حفصې راته وویل: کله به چې مؤذن اذان وکړ او سهار به راوخوت، نو دوه رکعته لمونځ به یې وکړ، او په یو بل لفظ کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جمعې څخه وروسته دوه رکعته لمونځ کاوه.
صحيح دی په ټولو روايتونو سره متفق عليه دی