Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 5

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.
صحيح دی أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی
«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی
«السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي».
صحيح دی النسائي او احمد روایت کړی دی
زه د بَنِي الْمُنْتَفِق د وفد استازی وم - یا د بَنِي الْمُنْتَفِق په استازو کې وم-، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورتلو، نو کله چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو هغه مو په کور کې ونه موند، بلکې موږ له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها سره مخ شو، وایي نو هغې امر وکړ چې زموږ لپاره حلوا تیاره کړی شي، نو چمتو کړی شوه، وایي: او موږ ته په یو قاب کې خرما راوړل شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، نو وېې فرمایل: «آیا تاسو څه وخوړل؟ یا ستاسو لپاره د خوړو چمتو کولو څه ویل شوي دي»؟ موږ وویل: هو ای د الله رسوله! وېې فرمايل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو په دې وخت کې شپون رمه پنډغالي ته دننه کړه او یو ورئ ورسره وه چې رمباړې یې وهلۍ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فلانیه څه شی یې وزېږاوه؟» هغه وویل: ښځه بچۍ یې زېږولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« پر ځای یې موږ ته پسه حلال کړه» بیایې وفرمایل: «ګمان مه کوئ» چې ستاسو په خاطر مو پسه حلال کړ، زه سل پسونه لرم نه غواړم چې شمېر یې لدې زیات شي، کله چې د شپون په (رمه کې) ښځینه سېرلۍ وزېږېږي، پر ځای یې موږ پسه حلالوو» وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! زه یوه پوچ خولې مېرمن لرم (یعنې تېره ژبه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: طلاقه یې کړه، هغه وویل: ای د الله رسوله! ما سره یې ډېر وخت تېر کړی او اولادونه ترې لرم، وایي «نو نصیحت ورته وکړه» وایي: «نو که خېر پکی وي ستا خبره به ومني، او خپله ښځه دې د وینځې په څېر مه وهه» ما وویل: ای د الله رسوله! د اوداسه په باره کې معلومات راکړه، ویې فرمایل: "پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې".
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کوو، پداسې حال کې چې لږې اوبه راسره وي، نو که چېرته پرې اودس وکړو تنده مو وهي، نو آیا د بحر په اوبو اودس وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».
صحيح دی أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی