Skip to content

«یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي»

ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي:

«یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).

«يُنَادِي مُنَادٍ: إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْأَسُوا أَبَدًا» فَذَلِكَ قَوْلُهُ عَزَّ وَجَلَّ: {وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43].

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې یو اواز کوونکی به جنتيانو ته په داسې حال کې غږ وکړي چې دوی به په نعمتونو کې وي چې: تاسو به د تل لپاره په جنت کې یاست او هېڅکله به لږ هم نه ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندي یاست، هېڅکله به نه مړه کېږئ، اګر که خوب هم وي، چې یو ډول مړینه ده، او تاسو به تل ځوانان یاست، هېڅکله به نه زړېږئ، او تاسو به تل په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به نه غمجن کېږئ او نه به له سختۍ سره مخ کېږئ، دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایي: {ونُودُوا أنْ تلكم الجنة أورثتموها بما كنتم تعملون} [الأعراف: 43].(او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).

د حديث له ګټو څخه

د دنیوي ژوند تر ټولو ستر کړکېچونه چې په انسان ژوند راتنګوي که هر څومره په عیش او عشرت کې وي دا دي: ناروغي، مرګ، بوډاتوب، تنګستیا، او د دښمن له وېرې، فقر، جنګ او داسې نور چې جنتیان به ترې په امن کې وي او بشپړ نعمتونه به تر لاسه کوي.

د جنت نعمتونه د دنیا له نعمتونو سره توپیر لري؛ ځکه چې د جنت نعمتونه هېڅ وېره نلري، په داسې حال کې چې د دنیا نعمتونه دوام نلري او له ځان سره دردونه او ناروغۍ لري.

هغو نیکو اعمالو ته هڅونه چې د جنت د نعمتونو سبب ګرځي.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (4/ 2182) (2837).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 348).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (6/ 732).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1292).