Skip to content

«یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».

له عدی بن حاتم رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي».

«الْيَهُودُ مَغْضُوبٌ عَلَيْهِمْ، وَالنَّصَارَى ضُلَّالٌ».

الترمذي روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یهود یو داسې قوم دي چې الله پرې قهر شوی دی؛ ځکه چې دوی حق وپېژانده خو عمل یې پرې ونه کړ. او نصارا ګمراه قوم دي، ځکه چې له علم او پوهې پرته یې عمل وکړ.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د علم او عمل تر منځ په یو ځای کولو کې د هغو کسانو له لارې خلاصون دی چې الله پرې قهر شوی او هغه کسان چې لار یې ورکه کړې ده.

د یهودو او نصاراوو له لارو ځان ساتل او په نېغه لار ثابت پاتې کېدل چی هغه اسلام دی.

هره ډله؛ یهود او نصارا لار ورکي دي او غضب کړای شوي دي، خو د یهودو ځانګړي صفتونه دا دي چې غضب پرې شوی او د نصاراوو ځانګړی صفت ګمراهي ده.

مراجع
نور (4)

جامع الترمذي (5/ 71) (2954).

النهاية في غريب الحديث و الأثر ( ص 548).

المنهل العذب المورود (5/250).

البحر المحيط الثجاج (9/248).