"له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي،
له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:
"له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه چې ظلم د قيامت په ورځ تيارې دي او له بخل څخه ځان وساتئ، ځکه چې بخل له تاسو څخه مخکې خلک هلاک کړي دي، دېته یې اړ ویستلي چې خپلو کې وینې توی کړي او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال وګرځوي".
«اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَاتَّقُوا الشُّحَّ، فَإِنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُمْ عَلَى أَنْ سَفَكُوا دِمَاءَهُمْ وَاسْتَحَلُّوا مَحَارِمَهُمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظلم په اړه خبرداری ورکړ، چې له جملې څخه یې: د خلکو سره ظلم کول، په خپل ځان ظلم کول او د الله تعالی په حق کې ظلم کول دي. او ظلم؛ حقدار ته د حق نه ورکول دي او دا چې ظلم د قیامت په ورځ د ظالمانو لپاره تیارې دي چې له امله به یې له سختیو او وحشتونو سره مخ شي. او له هغه بخل څخه یې منعه وفرمایله چې حرص ورسره مل وي، چې یو ډول یې د مالي حقونو په ادا کولو کې غفلت او په دنیا سخت حرص کول دي. دا ډول ظلم هغه ظلم دی چې زموږ څخه مخکني ملتونه یې تباه کړي دي، اړ یې ویستل چي يو بل ووژني او د الله جل جلاله محرمات ځانته حلال کړي.
...:
د مال لګښت او له وروڼو سره خواخوږي د خپلمنځۍ مینې او ارتباط ټېنګېدلو یو لامل دی.
بخل د ګناهونو، بد اخلاقۍ او بدکاریو لامل ګرځي.
له مخکنیو امتونو څخه پند اخېستل.
نور (5)
صحيح مسلم (4/ 1996) (2578).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
مجموعة من الباحثين (1/ 484).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 614).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 3«اتَّقُوا الظُّلْمَ؛ فَإنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ القِيَامَةِ، واتَقُوا الشُّحَّ؛ فَإنَّ الشُّحَّ أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، حَمَلَهُم علىٰ أن سَفَكُوا دِمَاءهم، واستَحَلُّوا مَحَارِمَهُم».
- قاموس الكبائرموسوعة الكبائر - المجموعة الثانية«اتَّقُوا الظُّلْمَ، فَإِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ القِيَامَةِ» [140].