Skip to content

«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي».

«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ مسلمان په یوه چاره کې د خپل مسلمان ورور پرده نه کوي مګر دا چې الله جل جلاله به یې د قیامت په ورځ پرده وکړي؛ ځکه چې سزا د عمل له جنس څخه ده، او ده لره به د الله تعالی پرده دا وي چې عیبونه او ګناهونه به یې د محشر په ورځ خلکو ته نه رسوا کوي، او یا دا چې حساب به یې ورسره نه کوي او ورته به یې نه یادوي.

د حديث له ګټو څخه

مسلمان چې کله ګناه وکړي نو پرده اچول پرې روا دي، سره له دې چې ترې به یې منع کوي، نصیحت به ورته کوي او له الله څخه به یې وېروي، خو که چېرته د شر او فساد له خاوندانو څخه و، هغوی چې په ډاګه ګناهونه کوي او بد فعلۍ کوي، نو بیا پرې پرده اچول په کار نه دي؛ ځکه چې پرده پرې اچول یې نور هم با جراته کوي، بلکه باید چې چارواکي پرې خبر شي، که څه هم پدې کې هغه په ډاګه کېږي؛ ځکه چې ده خپله بد فعلي او ګناه ډاګیزه کړې ده.

د نورو پرده کولو ته هڅول.

د پردې اچولو له ګټو څخه: ګناه کار ته فرصت ورکول دي چې د خپل ځان سره محاسبه وکړي او الله تعالی ته راوګرځي؛ ځکه چې د عیبونو او شرمناکو شیانو په ډاګه کول د بې حیایۍ د خپرېدو یوه بڼه ده چې ټولنیزه فضا خرابوي او خلک یې د ارتکاب لپاره هڅوي.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (4/ 2002) (2590).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 329).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 255).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (4/ 533).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 14).