«آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟» مونږ وویل: هو. ویې فرمایل: نو په تاسو کې چې يو څوک په لمانځه کې درې آیتونه ولولي د هغه لپاره له درېو لویو څربو اوښانو څخه غوره دي».
«أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ إِذَا رَجَعَ إِلَى أَهْلِهِ أَنْ يَجِدَ فِيهِ ثَلَاثَ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ؟» قُلْنَا: نَعَمْ. قَالَ: «فَثَلَاثُ آيَاتٍ يَقْرَأُ بِهِنَّ أَحَدُكُمْ فِي صَلَاتِهِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ ثَلَاثِ خَلِفَاتٍ عِظَامٍ سِمَانٍ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې په لمانځه کې د درېو آیتونو لوستلو ثواب لدې څخه غوره دی چې یو څوک په خپل کور کې درې لویې، څربې او بلاربې اوښانې ومومي.
...:
په لمانځه کې د قرآن لوستلو د فضیلت بیان.
نېک عملونه د دنیا له فاني لذتونو څخه غوره او تلپاتې دي.
دا فضیلت یواځې د درېو آیتونو لوستلو پورې محدود نه دی؛ بلکې څومره چې لمونځ کوونکی په خپل لمانځه کې ډیر آیتونه لولي، د هغه لپاره د همغومره شمېر اوښانو څخه یې ثواب ډیر دی.
نور (5)
صحيح مسلم (1/ 552) (802).
إكمال المعلم (3/172).
الإفصاح عن معاني الصِّحاح (8/65).
فتح المنعم شرح صحيح مسلم (3/620).
البحر المحيط الثجاج (16/343).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"أيحب أحدكم إذا رجع إلى أهله أن يجد فيه ثلاث خَلِفَاتٍ عِظامٍ سمانٍ؟ " قلنا نعم.
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“أيحب أحدكم إذا رجع إلى أهله أن يجد فيه ثلاث خلفات عظام سمان؟” قلنا: نعم، قال: “فثلاث آيات يقرأ بهن أحدكم في صلاته، خير له من ثلاث خلفات عظام سمان”.