"هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي"
له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ تُصِيبُهُ مُصِيبَةٌ فَيَقُولُ مَا أَمَرَهُ اللهُ: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]، اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا، إِلَّا أَخْلَفَ اللهُ لَهُ خَيْرًا مِنْهَا»، قَالَتْ: فَلَمَّا مَاتَ أَبُو سَلَمَةَ قُلْتُ: أَيُّ الْمُسْلِمِينَ خَيْرٌ مِنْ أَبِي سَلَمَةَ؟ أَوَّلُ بَيْتٍ هَاجَرَ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم، ثُمَّ إِنِّي قُلْتُهَا، فَأَخْلَفَ اللهُ لِي رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم.
ام المؤمنین ام سلمه رضي الله عنها وایي چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو ځل اورېدلي و چې فرمایل یې: هر مسلمان ته چې یو مصیبت ورسېږي او هغه څه ووایي چې الله تعالی یې ورته ویل روا کړي دي: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156] (اللهم أجرني) ای الله ماته اجر راکړې، او ماته زما د صبر اجر راکړې، (في مصيبتي) زما په هغه مصیبت کې چې رارسېدلی دی (وأخلف لي) او په بدل کې یې (خيرًا منها) له هغه غوره راکړې، مګر دا چې الله تعالی به په بدل کې له هغه غوره ورکړي. وایي: کله چې ابو سلمه وفات شو نو ما وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟! هغه خو لومړنی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هجرت وکړ، خو بیا الله راسره مرسته وکړه او ما وویل (یعنې دا دعا مې وکړه) همغه و چې الله تعالی په بدل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ، چې له ابو سلمه څخه غوره دی.
د مصیبت پر مهال په صبر کولو امر او له ناهیلۍ ډډه کول.
د سختیو پر مهال الله تعالی ته په دعا سره رجوع کول، ځکه چې له هغه سره یې بدل شته.
مؤمن باید د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امر ومني حتی که د امر تر شا یې ورته حکمت هم څرګند نه وي.
د مومن ټوله ښېګڼه په دې کې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ته غاړه کېږدي.
نور (1)
صحيح مسلم (2/ 631) (918).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونهنور (4)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"ما من مسلم تصيبه مصيبة فيقول ما أمره الله، إنا لله وإنا إليه راجعون. اللهم أجرني في مصيبتي، وأخلف لي خيراً منها إلا أخلف الله له خيراً منها" .
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“ما من مسلم تصيبه مصيبة، فيقول ما أمره الله: (إنا لله وإنا إليه راجعون) اللهم أجرني في مصيبتي، وأخلف لي خيرا منها، إلا أخلف الله له خيرا منها”.
- فتاوى المرضىفتاوى المرضى «ما من مسلم تصيبه مصيبة، فيقول ما أمره الله: إنا لله وإنا إليه راجعون، اللهم أجرني في مصيبتي، وأخلف لي خيرًا منها. إلا أخلف الله له خيرا منها». قالت: فلما مات أبو سلمة، قلت: أي المسلمين خير من أبي سلمة؟ أول بيت هاجر إلى رسول الله صلى الله ع
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (2)1«مَا مِنْ مُسْلِمٍ تُصِيبُهُ مُصِيبَةٌ فَيَقُولُ مَا أَمَرَهُ ﷲ: إِنَّا ﷲ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا؛ إِلَّا أَخْلَفَ ﷲ لَهُ خَيْرًا مِنْهَا». قالت: «فلما مات أبو سلمة ق