Skip to content

«د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».

«رَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ، وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ، وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ أَدْرَكَ عِنْدَهُ أَبَوَاهُ الكِبَرَ فَلَمْ يُدْخِلاَهُ الجَنَّةَ».

الترمذي او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ډوله خلکو ته ښېراوې وکړې چې پوزه دې یې په خاورو ککړه شي یعنې په ذلت، سپکوالي او تاوان کولو سره: لومړی ډول: هغه څوک چې پر وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه وشي خو هغه پرې درود و نه وايي، یعنې: «صلى الله عليه وسلم» یا ورته نورو الفاظو سره. په چا چې د روژې میاشت راشي او مخکې لدې چې بخښنه ورته وشي میاشت ترې لاړه شي، یعنې په عبادت کې د نېمګړتیاوو له امله. درېیم: هغه سړی چې مور او پلار یې د زړښت پر مهال ژوندي وو، خو د ده د نافرمانۍ او په حق کې یې د کوتاهۍ له امله هغوی دواړه دده لپاره جنت ته د داخلېدو سبب ونه ګرځېدل.

د حديث له ګټو څخه

السندي ويلي: پایله دا چې هر یو له دې کسانو داسې یو فرصت درلوده چې که کوتاهي یې نه وای کړې، نو ډېر خېر به یې تر لاسه کړی و، خو چې کوتاهي یې وکړه او فرصت یې له لاسه ورکړ، نو ناکام او زیانمن شو.

کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم یادېږي، نو پر هغه درود ویلو ته هڅول.

په رمضان میاشت کې د عبادت لپاره جدي هڅه کول او ورته په ملا تړلو ټینګار.

د والدینو په حق کې سخت کوښښ کول، هغوی ته درناوی کول، په ځانګړې توګه د هغوی د زړښت پرمهال.

مراجع
نور (12)

جامع الترمذي (5/ 513) (3545).

د امام أحمد مسند (12/ 421) (7451).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (3/ 411).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 963).

مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.

لعلي القاري (2/ 744).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 485).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص767).