Skip to content

«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَتَبَاهَى النَّاسُ فِي الْمَسَاجِدِ».

ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت د ورځې د نږدې کېدو له نښو څخه یوه دا ده چې خلک به د جوماتونو په جوړولو کې د ښکلا او آرایش پر سر یو پر بل فخر کوي، یا به په جوماتونو کې د دنیوي چارو په اړه فخر کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه یوازې د الله د یادونې لپاره جوړ شوي دي.

د حديث له ګټو څخه

د جوماتونو په اړه فخر کول حرام دي، او دا عمل د الله پر وړاندې قبول ندی؛ ځکه چې د الله لپاره ندی شوی.

په رنګونو، نقاشۍ او ليکنو سره د جوماتونو له سینګارولو څخه ممانعت؛ ځکه دا کارونه لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال په کتلو بوختوي او د هغوی توجه ګډوډوي.

سندي فرمایلي: "د دې حدیث په ریښتینولۍ موجوده وضعیت دلالت کوي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو معجزو یوه برخه ده.

مراجع
نور (7)

سنن ابو داود (1/ 337) (449).

سنن النسائي (2/ 32) (689).

سنن ابن ماجه (1/ 475) (739).

توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.

لعبد الله البسام (2/ 137).

فتح ذي الجلال والإكرام شرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (1/ 621).