Skip to content

«په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بېګا به یې ورته ځای وښودل شي که د جنت له خاوندانو و نو په جنت کې به یې ځای وروښودل شي او که له دوزخیانو څخه و نو په دوزخ کې به یې ځای وروښودل شي، ورته به وویل شي: دا دې ځای دی تر دې چې الله تعالی دې د قیامت په ورځ راپورته کړي».

«إِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا مَاتَ عُرِضَ عَلَيْهِ مَقْعَدُهُ بِالْغَدَاةِ وَالعَشِيِّ، إِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ فَمِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَإِنْ كَانَ مِنْ أَهْلِ النَّارِ فَمِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيُقَالُ: هَذَا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ اللَّهُ يَوْمَ القِيَامَةِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې بنده کله مړ شي نو د ورځې په سر او په پای کې به یې په جنت او یا دوزخ کې ځای وروښودل شي؛ که جنتي وي نو ځای به یې په جنت کې وروښودل شي، او که دوزخي وي، نو ځای به یې په اور کې وروښودل شي او ورته به وویل شي: دا ستا هغه ځای دی چې د قیامت په ورځ به ورته راپورته کېږې؛ نو پدې سره مؤمن راحتېږي او کافر عذابېږي.

د حديث له ګټو څخه

د قبر عذاب او نعمت حق دي.

ابن حجر ویلي: دا صحنه د متقي مؤمن او کافر لپاره ښکاره ده، او هغه مؤمن چې نیکۍ او بدۍ لري نو کېدی شي په جنت کې یې هغه ځای وروښودل شي چې دی به ورتلونکی وي.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (2/ 99-100) (1379).

صحيح مسلم (4/ 2199) (2866).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري.

لبدرالدين العيني (8/ 209).

التنوير شرح الجامع الصغير.

لمحمد الصنعاني (2/ 209).

الإفصاح عن معاني الصحاح.

ليحيى بن هبيرة (4/ 131).