Skip to content

"کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".

له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

"کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".

«إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د فضل او رحمت په اړه فرمایي: چې یو مسلمان کله د روغتیا او اقامت پر مهال نېک عمل تر سره کوي او بیا ورته عذر پیدا شي او ناروغ شي نو بیا یې نشي کولای یا دا چې په سفر او یا کوم بل عذر ورڅخه مشغول شي، نو هغه ته پوره اجر لیکل کیږي، هومره چې د روغتیا او اقامت په حالت کې یې کاوه.

د حديث له ګټو څخه

پر بنده ګانو باندې د الله تعالی لوی فضل.

په عباداتو کې زیار ویستل او د روغتیا او وزګارتیا پر مهال له وخت څخه ګټه پورته کول.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (4/ 57) (2996).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (1/ 36).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 211).

بهجة قلوب الأبرار وقرة عيون الأخيار في شرح جوامع الأخبار.

لعبد الرحمن السعدي (ص83).