Skip to content

«د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي».

له ابو عبس عبدالرحمن بن جبر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي».

«مَا اغْبَرَّتْ قَدَمَا عَبْدٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَمَسَّهُ النَّارُ».

بخاري روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د الله په لار کې د جهاد پر مهال یې پښې ګردجنې شوي وي چې اور به ورته ونه رسېږي.

د حديث له ګټو څخه

پدې کې هغه مجاهد ته له اور څخه د خلاصون زېری دی چې د الله په لار کې یې جهاد کړی وي.

سره له دې چې ګردونه ټول بدن ته رسېږي، خو پښې یې له دې امله په ځانګړې توګه یادې کړې چې په هغه وخت کې ډېری مجاهدین پلي وو، او په هر حال کې به یې پښې په ګردونو کېدې.

ابن حجر فرمایلي: کله چې یوازې د ګرد له امله پښې پر اور حرامېږي، نو د هغه چا (به څومره) اجر وي چې زیار یې ویستلی وي او تر خپلې وسې یې ځان ستړی کړی وي.

مراجع

(2/ 7) (907).

نور (9)

صحيح البخاري (4/ 20) (2811).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 424).

التنوير شرح الجامع الصغير.

للصنعاني (7/ 361).

فيض القدير شرح الجامع الصغير.

للمناوي (5/ 437).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 911).