Skip to content

«یا الله زما قبر بت مه جوړوه

ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي».

«اللهم لا تجعل قبري وثنًا، لعن الله قومًا اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد».

احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل رب څخه وغوښتل چې د هغه قبر دې د هغه بت په څير ونه ګرځوي چې خلک يې په تعظیم کولو سره عبادت کوي او سجده ورته کوي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې الله تعالی هغه خلک له خپل رحمت څخه شړلي او لرې کړي دي چې د پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي، ځکه چې له هغوی څخه جوماتونه جوړول یې د عبادت کولو او په اړه یې د ناسمې عقیدې لرلو لامل ګرځي.

د کلمو معناوې

وثنًا: والوثن كل ما عبد من دون الله كالقبور والأشجار والحيطان والأحجار ونحوِها.

د حديث له ګټو څخه

د پېغمبرانو او صالحانو په قبرونو کې له شرعي حدودو څخه تېرېدل د دې لامل ګرځي چې له الله تعالی پرته یې عبادت وشي، نو د شرک له وسایلو څخه ځان ساتل واجب دي.

دا روا نه ده چې قبرونو ته د هغوی د تعظیم لپاره تلل وشي او هلته یې عبادت وشي، که څه هم د دوی استوګن الله تعالی ته څومره نږدې هم وي.

په قبرونو د جوماتونو جوړولو حراموالی.

که جومات شتون ونه لري بیا هم د قبرونو سره لمونځ کول ناروا دي پرته له هغې جنازې څخه چې لمونځ پرې نه وي شوی.

مراجع
نور (13)

د امام أحمد مسند (12/ 314) (7358).

فتح المجيد شرح كتاب التوحيد.

لعبد الرحمن التميمي (1/ 434).

القول المفيد على كتاب التوحيد.

لمحمد بن عثيمين (1/ 434).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص178).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص194).

التمهيد لشرح كتاب التوحيد.

لصالح آل الشيخ (ص51).

مشكاة المصابيح.

للتبريزي (1/ 234).