"په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي".
له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"په کرونده مه بوختېږئ، که نه نو له دنیا سره به مو مینه زیاته شي".
«لاَ تَتَّخِذُوا الضَّيْعَةَ فَتَرْغَبُوا فِي الدُّنْيَا».
رسول الله صلی الله علیه وسلم په کروندې، باغ او یا فارم کې له بوختیا څخه منع کړې ده، ځکه چې دا د دنیا سره د مینې او د آخرت پر ځای د هغې سره د تړاو لامل ګرځي.
د دنیا سره د دومره زیاتوالي ممانعت چې له آخرت څخه د اوړېدو لامل وګرځي.
له حدیث څخه دا معنا نه اخیستل کیږي چې څوک دې ترې د ژوند تېرولو لپاره ګټه نه اخلي، بلکې په دنیا له زیاتې بوختېدا او د آخرت هېرول منع شوي دي.
السندي ویلي: موخه ترې دا ده چې: پر کروندې بوختېدو کې دومره مه ورننوځئ چې د الله له ذکر څخه بې پروا شئ.
نور (5)
جامع الترمذي (4/ 155) (2328).
د امام أحمد مسند (6/ 54) (3579).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (331/7).
شرح رياض الصالحين لابن عثيمين (375/3).