«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم».
«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ: يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې قیامت تر هغه پورې نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به په یو قبر تېر شي نو ارمان به وکړي چې کاشکې د مړي پر ځای وای، او لامل به یې په خپل ځان وېره وي چې هسې نه د باطل او د باطل پرستو د بریا او د فتنو، ګناهونو او منکراتو د څرګندېدو په صورت کې ترې دین لاړ نشي.
دې ته اشاره چې په وروستۍ زمانه کې به ګناهونه او فتنې راڅرګندې شي.
په ځان ساتلو ټېنګار او په اېمان او نیک عمل سره مرګ ته تیاری، او د فتنو او امتحان له ځایونو څخه لرې پاتې کېدل.
نور (6)
صحيح البخاري (9/ 58) (7115).
صحيح مسلم (4/ 2231) (157).
إكمال المعلم (8/451).
شرح ابن بطال (10/58).
الإفصاح عن معاني الصحاح (6/295).
البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (44/ 388).