" په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
" په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ".
«أَسْرِعُوا بِالْجِنَازَةِ، فَإِنْ تَكُ صَالِحَةً فَخَيْرٌ تُقَدِّمُونَهَا، وَإِنْ يَكُ سِوَى ذَلِكَ، فَشَرٌّ تَضَعُونَهُ عَنْ رِقَابِكُمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې جنازه دې ژر تر ژره چمتو شي، د جنازې لمونځ دې پرې وشي او مړی دې ژر ښخ شي، ځکه که مړی نېک انسان وي نو دی غوره انسان دی چې تاسو یې د قبر نعمتونو ته وړاندې کوئ او که له دې پرته بل څه وي، نو شر دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ.
ابن حجر ویلي: بيړه کول مستحب دي، خو دومره بیړه نه چې مړي ته زيان ورسوي، يا د جنازې لېږدونکي يا د جنازې سره مل خلکو ته سختي ورکړي.
دا بیړه هغه مهال کېږي چې ناڅاپي مړینه او یا د بې هوښۍوېره نه وي، له دې امله مړی باید تر هغه وخته ښخ نه شي چې مړینه یې تایید شوي نه وي، یا د کوم مصلحت لپاره وځنډېږي، لکه په جنازه کې د ګډون کوونکو شمېر زیاتېدل، یا یې د خپلوانو حاضرېدل خو پدې شرط چې د مړي د خرابېدو وېره نه وي.
که مړی نېکمرغه انسان وي نو د مصلحت په خاطر یې په جنازه بیړه کول، او که بدبخته وي نو په جنازه کې د ګډون کوونکو په خاطر یې باید له اوږو څخه سپک شي.
نووي ويلي: له دې څخه دا څرګندېږي چې سړی باید د بې کاره او بدکاره خلکو سره له ملګرتیا څخه ډډه وکړي.
نور (6)
صحيح البخاري (2/ 86) (1315).
صحيح مسلم (2/ 651) (944).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
لعبد الله البسام (ص284).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (2/ 367).
په کتابونو کې یاد شوی
2 کتابونهنور (2)
- أحكام الجنائز(أَسْرِعُوا بِالْجِنَازَةِ، فَإِنْ تَكُ صَالِحَةً فَخَيْرٌ تُقَدِّمُونَهَا، وَإِنْ يَكُ سِوَى ذَلِكَ، فَشَرٌّ تَضَعُونَهُ عَنْ رِقَابِكُمْ).
- مجموعة زاد الفقه (2)الفقه للمستوى الثاني ( مجموعة زاد )«أسرعوا بالجنازة، فإن تك صالحة فخير تقدمونها إليه، وإن يك سوى ذلك، فشرٌّ تضعونه عن رقابكم».