Skip to content

ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافی سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: «چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».

أَنَّ أَعْرَابِيًّا أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ إِذَا عَمِلْتُهُ دَخَلْتُ الجَنَّةَ، قَالَ: «تَعْبُدُ اللَّهَ لاَ تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ المَكْتُوبَةَ، وَتُؤَدِّي الزَّكَاةَ المَفْرُوضَةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ» قَالَ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ أَزِيدُ عَلَى هَذَا، فَلَمَّا وَلَّى قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، فَلْيَنْظُرْ إِلَى هَذَا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

له بانډې څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی تر څو داسې یو عمل وروښیي چې جنت ته یې داخل کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل چې جنت ته داخلېدل او له جهنم څخه ژغورل کېدل د اسلام د ارکانو په عملي کولو پورې اړه لري، یوازې د یو الله تعالی له عبادت څخه او دا چې شرک ورسره ونه کړې. او دا چې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ وکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي. او د مال زکات ورکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړی دی او اړمنو خلکو ته یې ورکړې. او دا چې په خپل وخت کې د رمضان میاشتې روژې ونیسې. سړي وویل: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، هغه اطاعتونه مې چې له تا څخه واورېدل نه پرې څه ورزیات کړم او نه به ترې څه کم کړم. کله چې ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څوک غواړي چې د جنتي انسان په لېدلو خوشحاله شي نو دغه بانډه چي ته دې وګوري.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

په عبادت سره د الله جل جلاله یووالی هغه څه دي چې د الله لوري ته په بلنې کې پرې باید پېل وشي.

څوک چې په اسلام کې نوی داخل شوی وي، هغوی ته یوازې باید د فرضي عملونو په ښودنه بسنه وشي.

د الله جل جلاله لورې ته په بلنه کې باید له تدریج څخه کار واخېستل شي.

انسان باید د دین زده کړې ته زیات لیواله وي.

که چېرته مسلمان یوازې په واجب عملونو بسنه وکړي هغه کامیاب دی، خو دا پدې معنی نه ده چې په نفلي عملونو کې سستي وکړي؛ ځکه چې په نفلو سره د فرضو نواقص پوره کیږي.

کله چې له ځینو عبادتونو څخه په ځانګړې توګه یادونه وشي دا یې پر اهمیت او ټینګار دلالت کوي، او معنا یې دا نده چې لدې پرته نور عملونه واجب نه دي.

مراجع
نور (12)

صحيح البخاري (2/ 105) (1397).

صحيح مسلم (1/ 44) (14).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (15/ 588).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (2/ 349).

نزهة المتقين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 861).

منار القاري.

لحمزة قاسم (3/ 5).

مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.

لعلي القاري (1/ 82).