Skip to content

«هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».

ابو سعید الخدری او ابوهریرة رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې فرمایلي یې دي:

«هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي».

«مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ وَلَا وَصَبٍ وَلَا هَمٍّ وَلَا حُزْنٍ وَلَا أَذًى وَلَا غَمٍّ حَتَّى الشَّوْكَةِ يُشَاكُهَا إِلَّا كَفَّرَ اللهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې مسلمان ته چې کومې ناروغۍ، غمونه، خفګانونه، کړاوونه، مصیبتونه، سختۍ، وېره او لوږه رسیږي، تر دې چې که یو اغزی یې په پښو کې لاړ شي او ویې دردوي، نو دا ټول به یې د ګناهونو لپاره کفاره شي او ګناهونه به ترې توې شي.

د کلمو معناوې

نصب: التعب.

وصب: المرض .

د حديث له ګټو څخه

پر مومنو بندګانو باندې د الله جل جلاله د فضل او رحمت بیانول چې په یو کوچني ضرر سره چې هغوی ته رسیږي؛ ګناهونه یې ورته بښل کیږي.

مسلمان ته په کار دي چې هر څه ورته رسیږي اجر یې له الله جل جلاله څخه وغواړي، او په هره وړه او غټه صبر وکړي، تر څو یې د درجو د لوړېدلو او د ګناهونو د کفارې لامل شي.

مراجع
نور (13)

صحيح البخاري (7/ 114) (5641).

صحيح مسلم (4/ 1992) (2572).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 489).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (1/ 242).

شرح النووي على مسلم (16/ 126).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص44).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 96).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخِن وغيره (1/ 70).