Skip to content

"څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"څوک چې په دنيا کې ورېښم واغوندي؛ په آخرت کې به یې نه اغوندي".

«مَنْ لَبِسَ الحَرِيرَ فِي الدُّنْيَا لَمْ يَلْبَسْهُ فِي الآخِرَةِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هر هغه څوک چې په دنیا کې ورېښم واغوندي او بیا توبه ونه کړي نو د سزا په توګه به یې په آخرت کې نه اغوندي.

د حديث له ګټو څخه

له ورېښمو څخه مراد خالص طبيعي ورېښم دي، او کوم چې مصنوعي دي نو حديث هغوی ته نه شاملیږي.

د نارینه وو لپاره د ورېښمو اغوستل حرام دي.

د ورېښمو اغوستلو ممانعت عام دی، چې اغوستلو او خپرولو دواړو ته شاملیږي.

نارینه اجازه لري چې له دوو څخه د څلورو ګوتو د اندازې برابر ورېښم په خپلو جامو کې وکاروي او د کالیو ژۍ او شملې تر جوړې کړي.

مراجع
نور (4)

صحيح البخاري (7/ 150) (5834).

صحيح مسلم (3/ 1641) (2069).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (4/ 207).