Skip to content

دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».

مَرَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِقَبْرَيْنِ، فَقَالَ: «إِنَّهُمَا لَيُعَذَّبَانِ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ، أَمَّا أَحَدُهُمَا فَكَانَ لاَ يَسْتَتِرُ مِنَ البَوْلِ، وَأَمَّا الآخَرُ فَكَانَ يَمْشِي بِالنَّمِيمَةِ» ثُمَّ أَخَذَ جَرِيدَةً رَطْبَةً، فَشَقَّهَا نِصْفَيْنِ، فَغَرَزَ فِي كُلِّ قَبْرٍ وَاحِدَةً، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لِمَ فَعَلْتَ هَذَا؟ قَالَ: «لَعَلَّهُ يُخَفِّفُ عَنْهُمَا مَا لَمْ يَيْبَسَا».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: د دې دواړو قبرونو خاوندانو ته عذاب ورکول کیږي؛ او دوی په داسې یو کار سره نه عذابیږي چې ستاسو په نظر کې به کومه لویه ګناه وي، که څه هم د الله تعالی په نیز لویه ګناه ده، له دې دوو څخه یو یې د حاجت پر مهال له ادرار څخه د ځان او جامو ساتلو څخه بې پروا و، او بل به یې د خلکو تر منځ چغلګري کوله، د نورو خلکو خبرې به یې د ضرر رسولو او د خلکو تر منځ د اختلاف او درز اچولو په موخه وړلې راوړلې.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

چغلي کول او له ادرار څخه ډډه نه کول کبيره ګناهونه دي او د قبر د عذاب سبب ګرځي.

الله تعالی ځینې غیبونه ښکاره کړل - لکه د قبر عذاب - تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکارندویي وکړي.

د دوو خمبو (شنو لختو) د پرې کولو او په قبر یې د ټومبولو عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې خاص دی، ځکه چې الله تعالی هغه ته په قبر کې د هغو دواړو مړو په اړه خبر ورکړ، نو نور خلک پرې نه قیاس کیږي، ځکه چې د مړو پر حال هېڅوک نه پوهیږي.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (1/ 53) (218).

صحيح مسلم (1/ 240) (292).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

لعبد الله البسام (ص43).

خلاصة الكلام شرح عمدة الأحكام.

لفيصل آل مبارك (ص22).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (1/ 29).