Skip to content

«که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».

له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي:

«که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».

«لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزَقُ الطَّيْرَ تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا».

امام احمد، الترمذي، النسائي، ابن ماجه، ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم روایت کړی دی.
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پر مونږ ټینګار کوي چې د دنيا او دين په چارو کې د ګټې د لاسته راوړلو او ضرر دفع کولو لپاره پر الله جل جلاله توکل وکړو، ځکه چې له هغه پاک ذات پرته بل څوک د ورکړې، منع کولو، ضرر او یا ګټې رسولو واک نه لري. او دا چې په الله تعالی له رېښتوني باور سره هغه اسباب وکاروو چې ګټې راجلبوي او ضرر دفع کوي، نو کله چې مونږ دا کار وکړ الله تعالی به مونږ ته داسې روزي راکړي لکه هغه مرغانو ته یې چې ورکوي چې سهار وختي وږي وځي او بېګا مهال بېرته ډکې خېټې راګرځي، د الوتونکو دا کار د رزق د پلټنې پسې د اسبابو کارولو یو ډول دی، پرته له دې چې سستي او تمبلي وکړي.

د حديث له ګټو څخه

د توکل فضیلت او دا چې دا یو له هغو لویو اسبابو څخه دی چې رزق پرې لاسته راوړل کیږي.

توکل د اسبابو له کارولو سره په ټکر کې عمل ندی، ځکه هغه وفرمایل چې ریښتینی توکل د رزق په لټه کې له سهار او بېګا وتلو سره په ټکر کې عمل ندی.

د زړه اعمالو ته د شریعت پاملرنه؛ ځکه چې توکل یو قلبي عمل دی.

یوازې له اسبابو سره تړاو ساتل په دین کې نیمګړتیا ده، او د اسباب کارولو پرېښودل د عقل نیمګړتیا ده.

مراجع
نور (8)

جامع الترمذي (4/ 151) (2344).

سنن ابن ماجه (5/ 266) (4164).

د امام أحمد مسند (1/ 332) (205).

التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية (ص103).

فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين.

للعباد (ص152).

الأحاديث الأربعون النووية وعليها الشرح الموجز المفيد.

لعبد الله المحسن (ص91).