عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
پاتې سرچینې وښایاست
راوي
ټول راویان وښایاست (33)
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ الْخَيْرِ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الشَّرِّ كُلِّهِ، عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ النَّارِ، وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا».
(یا الله! زه له تا څخه د ټول بېړني او راتلونکې خېر غوښتنه کوم، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې ناخبره یم، او تا ته پناه دروړم له هر بېړني او راتلونکي شر څخه، هغه چې زه پرې خبر یم او هغه چې زه ترې نا خبره یم، یا الله! زه له تا څخه د هغه خیر غوښتنه کوم چې له تا څخه ستا بنده او پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم غوښتی و، او تا ته له هغه شر څخه پناه دروړم له کوم څخه چې ستا بنده او پیغمبر پناه غوښتې وه، یا الله! زه له تا څخه جنت او هغه وینا او عمل غواړم چې جنت ته پرې نږدې کېدل کېږي، او له اور او هغې وینا او عمل څخه پناه غواړم چې په هغې سره اور ته نږدې کېدل کېږي، او له تا څخه غواړم چې هره فیصله (پرېکړه) چې زما په اړه کوې، هغه ماته خیر وګرځوې).
صحيح دی ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ».
"له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«هیڅ دوه مسلمانان سره نه مخامخ کېږي او یو له بل سره روغبړ نه کوي مګر دا چې له جلا کېدو نه وړاندې به ورته بخښنه وشي».
د ټولو روایتونو په اعتبار صحیح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ او نه د دې لپاره چې په مجالسو کې پرې د ځان لپاره ځای ناستی غوره کړئ، نو که چا داسې وکړل، نو - د هغه لپاره - اور دی اور».
صحيح دی ابن ماجه روايت کړی دی
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ».
«کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی