Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 13

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په یهودو او نصاراو دې د الله تعالی لعنت وي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.
صحيح دی متفق علیه دی
«الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
صحيح دی متفق علیه دی
خلکو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د غیب ویونکو په اړه پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (هغوی هېڅ ندي) هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، هغوی کله د یو څه په اړه خبرې کوي چې وروسته حقیقت وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:" دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي".
صحيح دی متفق علیه دی
کله چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم - د مرګ حالات- راغلل، نو خپل مخ یې په خپل یو څادر سره پټ کړ، کله به چې پرې سختي راغله نو لرې به یې کړ، بیا یې پدې حال کې وویل: «په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي» د هغوی د کړنو په اړه یې خلکو ته خبرداری ورکاوه.
صحيح دی متفق علیه دی
زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی