Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 20

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي».
صحيح دی متفق علیه دی
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو څخه یو څه خلک راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بیشکه الله تعالی فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي او ماته زما بنده تر هغه د نوافلو په کولو سره رانږدې کیږي تر دې چې زه له هغه سره مینه ولرم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه د بدن د غړو په کارولو کې توفیق ورکوم، داسې چې حق به اوري، حق به ګوري، لاسونه به په روا کړنو کې کاروي او په پښو به ښو ځایونو ته د تللو توفیق ورکوم، او که زما څخه سوال وکړي نو خامخا به یې ورکړم او که پر ما یې پناه وغوښته نو پناه به ورکړم او هېڅکله په یو کار کې متردد شوی نه یم چې کول یې غواړم پرته لدې چې کله د مؤمن روح اخلم، نو هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خفه کول بد ګڼم».
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه او تر ټولو ناخوښ ځایونه بازارونه دي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی