Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 18

فلټرونه لرې کړئ
«الله دې هغه سړی تازه او ښاد لري چې له موږ څخه څه واوري، او لکه څنګه یې چې اورېدلی وي نورو ته يې ورسوي، ځکه ځینې وختونه هغه څوک چې خبر رسوي، له هغه چا نه ښه پوهېږي چې خبر يې اورېدلی وي».
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».
صحيح دی ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی
«که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي.
صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي ، او مخې ته به یې نهه نوي صحيفې خپرې کړي، هره صحيفه به د سترګو تر لیدو پورې (پراخوالی) ولري، بیا به ورته ووایي: آیا ته پدې کې له کوم شي څخه انکار کوې؟ آیا تاسو سره زما ساتونکو لیکوالانو ظلم کړی؟ نو هغه به ووایي: نه اې ربه، نو وبه وایې: آیا ته عذر لرې؟ هغه به ووايي: نه اې ربه، نو هغه به وفرمايي: هو، تاسو زمونږ سره یوه نیکي لرئ، نو یو کارت به راوویستل شي چې په هغه کې به: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ) یعنې زه ګواهي ورکوم چې حق معبود نشته دی مګر یو الله دی، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی، نو وبه وایي: وزن دې حاضر کړه، نو وبه وایي: دا کارت به د صحيفو پر وړاندې څه شی وي؟ نو هغه به وفرمايي: یقنیا تا سره به ظلم نه کیږي، وایي: دا صحيفې به د تلې په - یوه - پله کې کېښودل شي او کارت به په بله پله کې، نو صحيفې به پورته - سپکې - شي او کارت به دروند شي، ( ځکه ) د الله تعالی د نوم په وړاندې هیڅ شی نه شي درندېدلای».
صحيح دی الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
حديث حسن او صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی