Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 34

فلټرونه لرې کړئ
«اتَّقُوا اللَّهَ رَبَّكُمْ، وَصَلُّوا خَمْسَكُمْ، وَصُومُوا شَهْرَكُمْ، وَأَدُّوا زَكَاةَ أَمْوَالِكُمْ، وَأَطِيعُوا ذَا أَمْرِكُمْ تَدْخُلُوا جَنَّةَ رَبِّكُمْ». «د الله څخه ووېرېږئ چې رب مو دی، پنځه وخته لمونځونه مو وکړئ، د میاشتې روژه مو ونیسئ، د خپلو مالونو زکاتونه مو ورکړئ، او د خپلو واکمنانو پیروي وکړئ نو د خپل رب جنت ته به داخل شئ».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
"په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي".
حسن ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
حديث حسن او صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
«د مسلمان ازار - یعنې لنګ يا پرتوګ - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ګيټيو (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پرتوګ) په غرور او تکبر سره (په ځمکه) رټاکاږي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«دعا عبادت دی »» بیا یې - دا آیت - ولوست: «{وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ} [غافر: 60]». «او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم، بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي» [غافر: ۶۰].
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».
صحيح دی ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی».
حسن او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
ما نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: د صفیه په اړه دې همدا بس دی چې داسې او داسې ده …» (یو راوي وايي: مطلب یې دا و چې له لوړوالي له لحاظه ټیټه ده)، رسول ﷺ وفرمایل: «داسې یوه خبره دې وکړه چې که د بحر له اوبو سره ګډه شي، نو خوند او بوی به یې تغییر کړي»، وایي: او ما ورته د یو چا کېسه وکړه، نو ویې فرمایل:« زه نه خوښوم چې یو څوک په یو څه سره یاد کړم حال دا چې خپله داسې او داسې یم».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی