Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 13

فلټرونه لرې کړئ
«ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم: په تندي او په لاس سره یې خپلې، پوزې، دواړو لاسونو، دواړو زنګنونو، او د پښو څوکو ته اشاره وکړه، او دا چې جامې به نه راټولوو او ویښتان به نه غوټه کوو».
صحيح دی متفق علیه دی
چې یو څو سړي سهل بن سعد الساعدي ته راغلل، پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په اړه یې سره په خپلو کې اختلاف کړی و چې له څه شي څخه جوړ و، نو د منبر په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل: قسم په الله زه پوهیږم چې هغه څه دی او له شک پرته مې په لومړۍ ورځ لیدلی چې کېښودل شوی و او لومړۍ ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې کېناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم له انصارو څخه فلانۍ ښځې ته -چې سهل یې نوم یاد کړ- خبر ورولیږه چې: «خپل ترکاڼ غلام ته دې امر وکړه چې زما لپاره لرګي جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو کولو پر مهال کښېنم» نو هغې ورته امر وکړ، نو د ځنګل د غز له ونې څخه یې جوړ کړ، بیا یې راوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې یو څوک ورولیږه، هغه امر وکړ چې هغلته کېښودل شي، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې لمونځ یې پرې وکړ، تکبیر یې ووایه او پرې د پاسه و، بیا یې رکوع وکړه او هغه پرې د پاسه و، بیا شاته کوز شو، نو د منبر په بېځ کې یې سجده وکړه بیا بیرته وروګرځېد، نو کله چې فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ او ویې وییل: « اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.
صحيح دی ابو داود، النسائي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده».
صحيح دی ابن حبان روايت کړی دی
"کله چې سجده کوې نو لاسونه دې کېږده او څنګلې دې پورته کړه".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی