Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 8

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«إِذَا أَتَيْتُمُ الغَائِطَ فَلاَ تَسْتَقْبِلُوا القِبْلَةَ، وَلاَ تَسْتَدْبِرُوهَا وَلَكِنْ شَرِّقُوا أَوْ غَرِّبُوا»، «کله چې د حاجت رفع کولو ځای ته لاړئ نو قبلې ته مخ یا شا مه اړوئ، بلکې، ختیځ او یا لوېدیځ لوري ته شئ» ابو ايوب وويل: نو موږ شام ته لاړو، ومو لیدل چې کنارابونه قبلې لورې ته جوړ شوي وو، نو موږ به ترې کږېدلو، او له الله تعالی څخه به مو بخښنه غوښتله.
صحيح دی متفق علیه دی
«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».
صحيح دی متفق علیه دی
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
صحيح دی متفق علیه دی
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت د رفع کولو له ځای څخه راووت نو: «غُفْرَانَكَ» به یې ویل، یعنې اې ربه ماته بخښنه وکړه.
صحيح دی ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
"کله چې ستاسو څخه یو څوک اودس وکړي، نو پوزې ته دې اوبه واچوي، بیا دې سوڼ کړي، او که له تاسو څخه یو څوک اودس وچوي نو په تاق عدد (اودس ماتو) دې وچ وکړي او کله چې له تاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅیږي، نو خپل لاس دې ومینځي، مخکې له دې چې هغه په ​​لوښي کې ښکته کړي، ځکه چې ستاسو څخه یو څوک پدې نه پوهیږي چې لاس یې شپه چېرته تېره کړې ده». او د مسلم لفظ داسې دی: کله چې له تاسو څخه څوک له خوبه راویښ شي، نو تر هغې دې خپل لاس په لوښي کې نه ډوبوي، تر څو چې یې درې ځلې پرېمنځلی نه وي، ځکه هغه نه پوهېږي چې لاس یې په کوم ځای کې شپه تېره کړې ده».
صحيح دی متفق علیه دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې د اودس ماتي ځای ته ننوته، نو ما او زما په څېر یو بل ځوان به ورسره د اوبو کوزه او نیزه ګرځوله، نو په اوبو به یې استنجا کوله.
صحيح دی متفق علیه دی
نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده او ویلي یې دي چې: «دا دواړه پاکوونکي نه دي».
صحيح دی الدار قطني روايت کړی دی
مشرکینو مونږ ته وویل چې: زه ستاسې ملګری وینم چې تاسو ته حتی د قضای حاجت زده کړه درکوي، هغه وویل: هو همداسې ده هغه موږ منع کړي یو چې زمونږ څخه دې یو تن په ښي لاس استنجا وکړي، یا دا چې د حاجت پر مهال قبلې ته مخ کړي، او لدې یې منع کړې چې یو څوک ځان په خوشایي او هډوکي پاک کړي او فرمایلي یې دي چې: «هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی