Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 167

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

راوي

ټول راویان وښایاست (53)
زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سرپرستي کې کوچنی ماشوم وم، (د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې) لاس په کاسه کې آخوا او دېخوا کېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: « اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه» نو له هغه وروسته مې همدا د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيآداب الأكل والشرب، تربية الأولادموضوعات الحديثآداب الأكل والشرب
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيأذكار الدخول والخروج من الخلاء، الاستنجاء وقضاء الحاجةموضوعات الحديثآداب قضاء الحاجة
موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بانډه چي راغی او په جومات کې یې میتيازې وکړې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: "مه مه" یعنې (دا کار مه کوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پرېږدئ(یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ)»، نو هغو پرېښوده تر څو یې میتيازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وفرمایل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيأحكام المساجد
«هېڅ یوه ښځه دې پر یو مړي له درې ورځو زیات خپل ډول او سنګار نه پرېږدي مګر د خپل مېړه د مړینې له امله چې پر هغې به څلور میاشتې او لس ورځې غمرازي کوي (ډول او سینګار به نه کوي) هغه باید رنګینې جامې وا نه غوندي پرته له ساده جامو (عصب) څخه، او نه دې رانجه کوي او نه دې خوشبویي کاروي، مګر دا چې کله پاکه شوه بیا کولی شي چې دوه ډوله خوشبوي (بخور) چې (قُسْط او أَظْفَار) دي وکاروي».
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيالعدة
«که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيسنن الصلاة
"په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيالغسل، صلاة الجمعة
زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيآداب العالم والمتعلم، إزالة النجاسات، نواقض الوضوءموضوعات الحديثالحياء، أحكام الاستنجاء والاستجمار، أحكام الوضوء
"څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".
صحيح دی متفق علیه دی
التصنيف الشرعيأحكام الصيام