عربي - Arabic English Qafár af - Afar Afrikaans - Afrikanns Akan Shqip - Albanian አማርኛ - Amharic Հայերեն - Armenian অসমীয়া - Assamese Azərbaycanca - Azerbaijani Bamanankan - Bambara Bassa Bemba বাংলা - Bengali Bosanski - Bosnian Български - Bulgarian မြန်မာဘာသာ - Burmese Bisaya - Cebuano Cham Нохчий - Chechen chiCheŵa - Chewa 中文 - Chinese Адыгэбзэ - Circassian Hrvatski - Croatian Česky - Czech Dagbani Dansk - Danish فارسی دری - Dari Dendi ދިވެހި ބަސް - Dhivehi Nederlands - Dutch إستوني - Estonian Suomi - Finnish Français - French Fulfulde - Fula ქართული - Georgian Deutsch - German Ελληνικά - Greek ગુજરાતી - Gujrati Kreyòl ayisyen - Haitian Creole Hausa हिन्दी - Hindi Magyar - Hungarian Igbo Indonesia - Indonesian Italiano - Italian 日本語 - Japanese Jóola - Jola ಕನ್ನಡ - Kannada Қазақша - Kazakh ភាសាខ្មែរ - Khmer Kikuyu Ikinyarwanda - Kinyarwanda Ikirundi - Kirundi 한국어 - Korean كوردی سۆرانی - kurdish كوردي kurmancî - Kurmanji Kyrgyz ລາວ - Lao latviešu - Latvian Lingala lietuvių - Lithuanian Luganda Македонски - Macedonian Maguindanaon Malagasy - Malagasy Bahasa Melayu - Malay മലയാളം - Malayalam Mandinka मराठी - Marathi Mõõré - Moore नेपाली - Nepali أنكو - NKo Norwegian ଓଡ଼ିଆ - Odia oromoo - Oromo پښتو - Pashto فارسی - Persian Polski - Polish Portuguese ਪੰਜਾਬੀ - Punjabi Română - Romanian Русский - Russian Српски - Serbian Shona සිංහල - Sinhala Slovenščina - Slovenian Soomaaliga - Somali Soninke Sesotho - Sotho Español - Spanish Kiswahili - Swahili Svenska - Swedish Tagalog Тоҷикӣ - Tajik தமிழ் - Tamil తెలుగు - Telugu ไทย - Thai ትግረኛ - Tigrinya Türkçe - Turkish Ukrainian اردو - Urdu ئۇيغۇرچە - Uyghur Ўзбек - Uzbek Việt Nam - Vietnamese Wolof Yao Yorùbá - Yoruba Zarma زولو - Zulu
780 احاديث
د نبوي احاديثو پوهنغونډ
وېشنيزې
د حدیث درجه
روایت شوی په
راوي
رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وفرمایل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړې به وهي، او که غوا وي نو رمباړې به وهي، او که پسه وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې فرمایل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
صحيح دی متفق علیه دی
«كُلُّكُمْ رَاعٍ فَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالأَمِيرُ الَّذِي عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ، وَالمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ، وَالعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ، أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ».
«په تاسو کې هر یو ساتونکی او د خپل رعیت مسؤول دی، څوک چې په خلکو باندې واکمن وي هغه ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او یو سړی د خپلې کورنۍ د خلکو ساتونکی او د هغوی د ساتنې مسؤولیت لري او ښځه د خپل میړه د کور او د هغه د اولادونو ساتونکې ده او د ساتنې مسؤولیت یې لري او خادم د خپل مالک د مال ساتونکی او د هغه مسؤول دی، خبردار اوسئ چې ستاسو هر یو مسوولیت لري او هر یو ستاسو څخه د خپل رعیت مسوول دی».
صحيح دی متفق علیه دی
"دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«داسې ځان غوښتونکي او چارې به وي چې تاسو یې نه خوښوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، ته موږ ته په څه امر کوې؟ هغه وفرمایل: تاسو به هغه حق ادا کوئ چې پر تاسو دی، او خپل حق به له الله جل جلاله څخه غواړئ».
صحيح دی متفق علیه دی