Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 24

فلټرونه لرې کړئ
"څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دواړو ژامو په منځ کې ده ( ژبه ) او د هغه څه چې د دواړو پښو تر منځه دي (عورت) نو زه به ورته د جنت ضمانت ورکړم".
صحيح دی بخاري روايت کړی دی
«مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«یو آواز کوونکی به آواز وکړي چې ستاسو -بدله دا ده- چې تل به روغ یاست او نه به ناروغه کېږئ، او تاسو به تل ژوندی یئ، نو هېڅکله به نه مړه کېږئ او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به ځوانان یاست او هېڅکله به زوړوالی درباندې نه راځي، او ستاسو -بدله دا ده- چې تل به په نعمتونو کې یاست او هېڅکله به درباندې بېچارګي نه راځي» ، او دا د الله تعالی هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي:{وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} [الأعراف: 43]. (یعنې او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول).
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9].
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له شک پرته د جنت تر ټولو ټیټ مقام لرونکي کس ته به وویل شي چې: هیله وکړه، نو دی به هیله وکړي، بیا به ورته ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ». «وایې: کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- له کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړل شوی».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
په جنت کې داسې یو بازار دی چې خلک ورته هره جمعه راځي نو د شمال باد چې راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو (دوړې) پريوځي، نو ښکلا یې نوره هم ورسره زیاته شي او کله چې دوی خپلو کورنیو ته راوګرځي، په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې زیات شوی وي، نو کورنۍ یې ورته ووایي چې: قسم په الله چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، هغوی به ووایي: او تاسو هم قسم په الله، چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی