Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 29

فلټرونه لرې کړئ
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په رضاعت سره هغه ډول حرمت رامنځته کېږي لکه څنګه چې په زېږون (نسب) سره رامنځته کېږي».
صحيح دی متفق علیه دی
«طهارت (پاکي) د ایمان نیمايي/ برخه ده، "الحمد لله" ترازو (د عملونو میزان) ډکوي، او "سبحان الله" او "الحمد لله" دواړه د آسمان او ځمکې ترمنځ فضا ډکوي، لمونځ رڼا ده، صدقه دلیل دی، صبر رڼا (ځلانده زغم) دی، او قرآن یا خو ستا لپاره ثبوت دی او یا پر تا ثبوت دی، په ټولو خلکو سهار کېږي، نو ځیني خپل ځان خرڅوي چې آزاد یې کړي او ځیني نور یې هلاکوي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"که خلکو ته د دوی د ادعا سره سم ورکول کېدی، نو ځینو سړيو به په نورو د مال او وینې دعوه کړې وه، خو په دعوه کوونکي د ثبوت وړاندې کول دي او قسم په هغه چا دی چې انکار کوي".
حسن البيهقي او نورو همداسې روایت کړی دی، او يوه برخه يې په صحيحينو کې ده.
«څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې د خپل ګاونډي درناوی وکړي، او څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري نو هغه دې د خپل میلمه پالنه وکړي».
صحيح دی متفق علیه دی
«د هېڅ مسلمان وینه له دریو حالتونو پرته تویول روا نه دي: واده شوی زناکار، د قصاص په حق کې (د نفس په بدل کې)، او هغه څوک چې خپل دین پرېږدي او له جماعت څخه جلا شي».
صحيح دی متفق علیه دی