Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 8

فلټرونه لرې کړئ
"څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي".
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».
صحيح دی ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
«لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي".
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
(بې‌شکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري، او تر ټولو ناخوښ او زما مجلس نه تر ټولو لرې کسان د قیامت په ورځ: ثرثارون – ډېر خبرې او بې ځایه خبرې کوونکي (كړتو)، متشدقون – هغه کسان چې په تکلف او د وښکېو په حرکت سره خبرې کوي، ځان ښيي او متفيهقون – هغه کسان چې په غرور او تکبر سره خبرې کوي، صحابه کرامو وویل: اې د الله رسوله! موږ ثرثارون او متشدقون پېژنو، خو متفيهقون څوک دي؟نبي کریم ﷺ وفرمایل: متفيهقون یعني کبر کوونکي (هغوی چې په تکبر او غرور په ډکه خوله ویناوې کوي).
صحيح دی الترمذي روایت کړی دی
«مَا شَيْءٌ أَثْقَلُ فِي مِيزَانِ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ خُلُقٍ حَسَنٍ، وَإِنَّ اللَّهَ لَيُبْغِضُ الفَاحِشَ البَذِيءَ». "د قيامت په ورځ د مؤمن په ترازو کې له ښو اخلاقو څخه بل څه دروند نشته، او یقینا چې الله جل جلاله له فاحش او بې حيا څخه نفرت کوي".
صحيح دی ابو داود او الترمذي روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده.
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».
حديث حسن او صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
"کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی