Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 103

فلټرونه لرې کړئ

راوي

ټول راویان وښایاست (46)
موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې یو ناڅاپي غږ یې تر غوږه شو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا پوهیږئ چې دا څه دي» وایي: موږ وویل چې الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: «دا یوه تیږه ده چې اویا کاله مخکې دوزخ ته ورګوزاره شوې وه، نو دا دی اوس په اور کې غورځیږي تر دې چې بیخ ته یې ورسیږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
النووي وايي: حسن حديث دی ابن ماجه او نورو په حسنه اسانيدو روايت کړی دی.
«هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».
صحيح دی متفق علیه دی
"دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"په جنت کې یوه ونه ده چې په یوه چټک او ښه روزل شوي آس سپور پرې سل کاله سفر وکړي خو بیا یې هم پای ته نه شي رسولی".
صحيح دی متفق علیه دی
څوک چې له غره ځان وغورځوي او ځان ووژني، نو هغه به د دوزخ په اور کې همداسې غورځول کېږی، تل به هلته وي، ابدي عذاب کې به وي، څوک چې زهر وخوري او ځان ووژني، نو زهر به یې د دوزخ په اور کې په لاس کې وي، هماغه زهر به بیا بیا خوري، تل به هلته وي او ابدي عذاب کي به وي، او چا چې ځان په یو اوسپنیز توکي وواژه، نو همدا وسله به ئې په لاس کې وي، خپل نس به پرې بیا بیا سوری کوي، تل به هلته په ابدي عذاب کې وي».
صحيح دی متفق علیه دی
«‌آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم»؟ درې ځلې (یې دا خبره تکرار کړه) هغوی وویل: هو (یعنې خبر راکړه) اې د الله جل جلاله رسوله! ویې فرمایل: د الله سره شرک کول او د مور او پلار نافرماني» او کېناست، پداسې حال کې چې تکیه یې وهلې وه، نو ویې فرمایل: « خبردار اوسئ د دروغو د ګواهۍ په اړه» (یعنې ځان ترې وساتئ)، وایي: تر هغه پورې یې دا خبره تکراروله تر دې چې مونږ وویل: کاش چې چپ شوی وای.
صحيح دی متفق علیه دی
« اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی