Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 7

فلټرونه لرې کړئ
«که بني آدم د مال دوه ناوونه (یا درې) ولري، نو دریم به یې هم غوښتلی و، او د انسان ګېډه له خاورې پرته بل څه نه شي ډکولی، او الله تعالی چې چاته وغواړي نو د توبې توفیق ورکوي».
صحيح دی متفق علیه دی
يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
صحيح دی متفق علیه دی
«اې الله! په حقیقت کې ژوند یوازې د آخرت ژوند دی؛ نو انصارو او مهاجرینو ته بخښنه وکړه».
صحيح دی متفق علیه دی
«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم".
صحيح دی متفق علیه دی
په جنت کې داسې یو بازار دی چې خلک ورته هره جمعه راځي نو د شمال باد چې راوالوځي او د دوی په مخونو او کالیو (دوړې) پريوځي، نو ښکلا یې نوره هم ورسره زیاته شي او کله چې دوی خپلو کورنیو ته راوګرځي، په داسې حال کې چې ښکلا او ښایست یې زیات شوی وي، نو کورنۍ یې ورته ووایي چې: قسم په الله چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی، هغوی به ووایي: او تاسو هم قسم په الله، چې زمونږ نه وروسته مو ښکلا او ښایست زیات شوی دی.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
"ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هېڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې پوهېږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډېر به مو ژړلي وو" هغه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ملګرو د دې په پرتله سخته ورځ نه وه راغلی وایي: "دوی خپل سرونه پټ کړل او ژړل یې وایي: "بیا عمر ودرېد او ویې ویل: 'موږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او پر محمد صلی الله علیه وسلم د نبي په توګه راضي یو، وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: "ستاسو پلار فلانکی دی، بیا دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} [المائدة: 101]. ژباړه: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي.
صحيح دی متفق علیه دی